کابل/ دلړم ٢٦مه/ باختر
دهېواد دبهرنيوچارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون دافغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي نيکولاس کي سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې د ناټو ملکي استازي د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو د راتلونکې غونډې په اړه چې ټاکل شوې ده په راتلونکې ميلادي مياشت کې په لندن کې جوړه شي، معلومات ورکړل .
وروسته ادريس زمان دپراخو اصلاحي پروګرامونو په اړه چې ټاکل شوې ده په بهرنيو چارو وزارت کې ترسره شي؛ رڼا واچوله او دغه راز دافغانستان ددولت د سولې د اووه فقره ييز پروګرام د افغانانو ترمنځ غونډې چې ټاکل شوې ده په بيجينګ کې جوړه شي او دغه راز د آسيا- زړه هېوادونو غونډې د جوړولو په اړوند معلومات ورکړل .
ختم- ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل