ادبیات او جهاد؛ انقلابي ترانو د امریکا په ماتولو کې مهم رول درلود
تبصره
دا لیکنه د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ښاغلي ملا خیرالله خیر خواه تر خبرې پورې کوم، چې ویلي یې دي ( د شاعرانو هغه شعرونه، چې د نظام د ساتلو، د خلکو ترمنځ د وحدت او د هېواد د پرمختګ لپاره ویل شوي، ډېر اغېزمن دي).
هو دا معلومه خبره ده، چې ټولنه کې اوښتون ته د لارې هوارولو په موخه له بېلابېلو لارو څخه کار اخیستل کیږي او اکثریت دغه اوښتونونه بشري قوې ته اړتیا لري.
د امریکا او ناټو د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې اسلامي امارت د خپلو لیکو د پیاوړتیا لپاره له بېلابېلو تبلیغي لارو څخه کار اخیسته، چې یوه له هغو د ادبیاتو لاره وه او د ادبیاتو په چوکاټ کې د انقلابي ترانو له لارې به یې افغان زلمیان په دې پوهول، چې هېواد یې له اشغال سره مخ دی او باید پر وړاندې یې ودریږي.
تحلیل دا دی، چې اسلامي امارت د ځوانانو د تشویق لپاره ځکه دغه لاره غوره ګڼلې وه، چې په مقابل کې یې اشغالګرو له خپل ټول قوت څخه په استفادې هڅه کوله افغان زلمیان په فکري لحاظ یرغمل کړي او دغه کار کې تر ډېره بریالي هم وو، خو د قوي عقیدې خاوندانو بیا حالات درکول او په دې پوهېدل چې حقه لاره کومه ده.
د اسلامي امارت مجاهدینو د بریا راز چې د عقیدې کلکوالی وو، هم تر ډېره په همدغو انقلابي ترانو او ویناوو کې نغښتی و او فرهنګي کمیټې دا منلې وه، چې که له دې لارې د افغان ځوانانو ذهنونه د لویدیځ له یرغل څخه وه نه ژغوري نو ټولنه به له یو سخت مذهبي او عقیدتي کړاوو سره مخ شي، داسې کړاو چې مدیریت کول به یې بیا دومره اسانه خبره نه وي.
نو په ټوله کې ویلی شو، چې افغاني ټولنه د خپل تاریخ له پیل راهیسې له ادبیاتو په ځانګړي ډول له شعر سره نږدې اړیکې لري او دا د ذهنونو د روزلو او پیاوړي کولو لپاره غوره لاره ده.
که تاریخ ته نظر وکړو، نو تر لاسه کوو، چې سوونه کاله وړاندې د میوند جګړه د ملالې یوې لنډۍ وګټله چې ویلي یې وو( که په میوند کې شهید نه شوې ـ خدایګو لالیه بې ننګي ته دې ساتینه)، دغه ډول ډېر نور داسې انقلابي نظمونه او نثرونه شته، چې تاریخ کې د غلیم پر وړاندې مقابلو کې د افغانانو د مورال په لوړ ساتلو کې ګټور تمام شوي.
وړاندیز:
دا چې اوس نړۍ پرمختګ لوري ته روانه ده، نو پکار ده، چې د دغه ډول ادبیاتو څخه د هېواد په عصري کېدلو او له نوې نړۍ سره په سیالۍ کې کار واخیستل شي، هو به مو نوې نړۍ ته پښتو، دري او د افغانستان د نورو ژبو ادبیات ورپېژندلي وي او هم به مو ځوان او راتلونکی نسل د هېواد د پرمختګ لپاره احساساتي ساتلي وي.