اداري کمېسيون غړو د نيمروز او تور غونډۍ ګمرکونو د پراختیا لپاره د ځمکې برابرولو په اړه بحث وکړ

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
د اداري کمېسيون غونډه پرون د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د ښار او کور جوړولو او عامې روغتيا وزارتونو سرپرستانو او د ملي پراختيا شرکت رئيس هم شتون درلود، په غوره او چټک ډول د جمهوريت روغتون د کارونو په ترسره کېدو هر اړخيز بحث وشو او هرې ادارې ته مشخصه دنده وسپارل شوه.
په غونډه کې همدارنګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د کار او ټولنيزو چارو وزارت پر موضوعاتو او غوښتنو او د نيمروز او تور غونډۍ ګمرکونو د پراختیا لپاره د ځمکې په برابرولو هر اړخيز بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنو لا زياتې ارزونې په موخه يوه کمېټه جوړه او ورته دنده وسپارل شوه، ترڅو موضوعات په دقيق ډول وارزوي او پايله يې د کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.