اخضرابراهيمي: دسوريې بحران لاپسې خرابيږي

کابل  باختردلړم دمياشتې ٩ :
دسوريې لپاره دملګروملتو دسازمان او دعربو داتحاديې ځانګړې استازې اخضر ابراهيمي وايي: په سوريه کې اوسني بحران ډير سخت بحران دى او لاپسې  زور اخلي .
ابراهيمي پرون په مسکو کې د روسيې دبهرنيو چاروله وزير سرګې لاوروف سره له کتنې وروسته وويل: دسوريې دبحران دحل کولو او دهغه اوربند دټينګښت لپاره  دده هلې ځلې به چې ملاتړ يې کوي؛  زيانمنې نه شي .
دغه اور بند ټاکل شوى و دتېرې جمعې په ورځ پيل شي او دلوى اختر په ورځوکې دوام ومومي، خو دغه شان ونه شول.
دسوريې دځواکونو او مخالفينو ترمنځ نښتو دوام درلود، هغه نښتې چې دواړو لورې يوبل دهغو مسوول بولي.
دسوريې دولتي ټلويزيون پرون هغه چاودنه يوتروريستي بريد وباله چې دسوريې په پايتخت دمشق کې دلسو تنو د وژل کېدو سبب شوه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته