اختصاصي محکمې ته په کابل کې د څه باندې ۲ زره جریبه ځمکو دوسیو د سپارلو پرېکړه وشوه

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه ناسته پرون د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ترسره شوه.
د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د کابل ولایت په لسمه ناحیه کې د آریا ښارګوټي د ۲۰۵ جریبه ځمکې او په بګرامۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۸۴۶ جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې او پرېکړه شوې، چې یادې دوسیې دې د رسیده ګۍ په موخه اختصاصي محکمې ته وسپارل شي.
سرچینې زیاته کړې، چې په ناسته کې همدارنګه د خوست ولایت په مرکز کې د چمي مارکیټ، د فاریاب ولایت د څړځایونو، د کندهار ولایت د باغ بل ساحې د ځمکو موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
د خبرپانې د مالوماتو له مخې د کمېسیون مشرتابه په یاده ناسته کې په کندهار، خوست، پکتيا، لوګر، باميان، نيمروز او کندز ولایتونو کې د زرګونه جریبه ځمکو دوسیې هم بررسي کړې، چې یو شمېر دوسیې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شوې او د پاتې نورو دوسیو په اړه هم لازم تصامیم ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته