ټولنه

اختر مسلمانان سولې او روغې جوړې ته رابولي.

کابل / دزمري ١٠مه /باختر:
لوى اختر يوځل بيا مسلمانان سولې او روغې جوړې ته رابولي او له هغوى څخه غواړي چې د الله( ج ) په فرمان سولې ته  لومړيتوب ورکړي او جګړه او ورور وژنه پاى ته ورسوي .
د باختراژانس خبريال ليکي ؛ که چېرې  جګړه نه واى  د افغانستان خلکو  نن لوى اختر له هغو اسانتياوو څخه  چې سوله لري  نمانځلې واى ، خو له بده مرغه اختر راغى او خلک د نورو ستونزوترڅنګ  دغه نيکمرغې ورځې له برېښنا پرته  هغه هم  د دوبې په تاوده هوا کې تېروي .
د ښار په زياتوسيمو کې لکه مکروريانونو کې د برېښنا نشتوالي د دې سبب شوى دى چې د مکروريانونو د اوسيدونکو  د اړتيا وړ اوبه لږه شي او د دوبې تودې شپې د سړه ونکو وسايطو پرته تېره کړي .
د برېښنا نشتوالي اساسي ستونزه دى خو د مسوولينو د څرګندونوله مخې،  له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا کمښت  ددغې ستونزې سبب شوى دى.اود دې ترڅنګ    د ترکمنستان برېښنا د لېږدونې د مزو شلېدل  په داسې حال کې چې په سيمه کې جګړه دوام لري  دغه ستونزه زياته کړې ده .
هغه کسان چې د برېښنا د لېږدونې ستنې ويجاړوي  ښايي فکر وکړي چې په دې کار سره  نظام ته ستونزه جوړوي خو نه ، دا د افغانستان خلک دي چې په دې  تاوده هوا  اود برېښنا له نشتوالي سره جوړښت کوي او سوځيږي.
ښايي د برېښنا د لېږدونې ستنو د ويجاړولو ترشا يولړ خبرې شتون ولري. خو هغه کسان چې د هېواد اوخلکو د دوستى تيږه په ټټر وهي په عمل کې په ډول ډول جنايتونوسره  خلکو ته  زيات  عذاب رامنځته کوي .
د خلکو د کورونو بې برېښناکول ، هغه هم د اختر په ورځوکې د دغو جنايتونو بيلګه ده . اسلام  د بلنې، ارشاد اود تقوا دين دى، نه د معامله کولو او ګټې غوښتنې دين . هغه هم  په خلکو د فشار له لارې  چې د بې وزلۍ اوجګړې سره مبارزه کوي.    ختم_ج _اکرم    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته