کابل باختر د وږي دريمه :
دنيکمرغه لوى اختر ورځې په هرات ولايت کې په بشپړه امن فضا کې تيرې شوې . دبېلابېلو ناحيو او ولسواليو مشرانو مخورو مشايخو ، عالمانو ، پوځي او ملکي مقاماتو په ګډون دهرات په سلګونو تنو خلکو دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې دنظم دښه امن او نظم ستاينه وکړه .
دوى دښې حکومتوالۍ او دملت او دولت ترمنځ داړيکو دپياوړتيا په لاره کې دمسوولينو دهلوځلو قدرداني وکړه او دشرايطو د ښه والي په خاطر يې خپله همکارى څرګنده کړه .
د انجيل ، ګذرې ، زنده جان او دکرخ دولسواليو مشرانو په خپلو خبرو کې په وروستيو کلونوکې دهرات پرمختګونه ښه او دقدر وړ وبلل .او دبزګرانو او په تيره بيا دهغو مالدارانو چې له وچکالي څخه اغيزمن شوي دي دزياتې او جدي ملاتړ غوښتنه وکړه .
له دې سره جوخت د روحاني شخصيتونو اومجاهدينو ترڅنګ يوشمير فعالو ميرمنو هم دهرات له والي سره وکتل او له ښځو څخه يې دزيات ملاتړ غوښتنه وکړه . ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل