سیاست

احمد ضيا مسعود : که چيرې مارشال محمد قسيم فهيم ژوندى واى له شک پرته په ښو امنيتي شرايطو کې وو .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دجمهور رييس فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود دجمهوري رياست دپخواني لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په مقبرې  دګلو ګيډې کيښودې .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
دجمهور رييس فوق العاده استازي دجمهوري رياست دپخواني لومړي  مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په مقبرې  دګلانو دګيډيو له ايښودلو وروسته دهغه قدرداني وکړه او ويې ويل چې مارشال محمد قسيم فهيم يومجاهد شخصيت او دهېواد په تاريخ کې يوستر نظامي اوسياسي شخص و او ټينګار يې وکړ چې دمارشال فهيم په مړينې  سره په هېواد کې يوه داسې تشه رامنځته  شوه چې لاتراوسه پورې هم احساسيږي .
مسعود دخبريالانو دپوښتنو په ځواب کې وويل چې مارشال محمد قسيم فهيم دهېواد په درې نيمو لسيزو کې ستر رول درلود او تل يې په هېواد کې ددايمي سولې د ټينګښت او دسراسري  امنيت دتامينولو لپاره  هلې ځلې کولې .
ده دغه راز زياته کړه چې دهېواد په اوسنيو شرايطو کې  دمارشال فهيم په شان دشخصيتونو نشتوالۍ سخت احساسيږي .
دجمهور رييس فوق العاده استازي زياته کړه چې مارشال فهيم دملي ګټو او دافغانستان دقومونو ترمنځ د يووالي او پيوستون  لپاره زياتې هلې ځلې وکړې او دهېواد په سياسي حالاتو کې دهغه رول اغيزمن و .
مسعود وويل چې سولې ته رسيدل ، دټولو افغانانو هيله ده او دملي وحدت حکومت دې په دې برخه کې دملي ګټو په پام کې نيولو سره هڅه او هاند وکړي چې ددولت مخالفې ډلې په رښتينې ډول دخبرو ميزته راوکاږي نه په خيالي ډول .
دجمهور رييس فوق العاده استازي په دې اړوند چې که چيرې  مارشال محمد قسيم فهيم په اوسنيو شرايطو کې ژوندى واى ، اوسني شرايط څه ډول تصور کيدل ، ديوه خبريال دپوښتنې په ځواب کې وويل ( که چيرې مارشال صاحب فهيم خان ژوندى واى له شک پرته به ښه حالت درلود ځکه مارشال  صاحب تجربه لرله او دخلکو پراخ ملاتړ او اعتماد ورسره و . دمارشال  صاحب دشتون په وخت کې دهېواد امنيت په قسمي ډول سراسري تامين شوى و او که چيرې ژوندى واى له شک پرته به ښه امنيتي شرايط لرل )
مسعود  دسولې دبهير په باب يوځل بيا زياته کړه دمارشال فهيم په شان  دشخصيتونو شتون کولاى شول دسولې بهير نوى کړي او دطالبانو په ملاتړو هېوادونو يې لازم فشارونه واردول او ددولت دسولې بهير په رښتيني  ډول ترسره کيده .
داصلاحاتو او ښې  حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده استازي په باور تر هغه وخته پورې چې دطالبانو پوځي ماشين دهېواد دامنيتي ځواکونو له خوا کمزورى نه شي سخته ده چې طالبان دخبرو ميز ته حاضر شي .
دمسعود په عقيده همدا اوس طالبان دهېواد دشمال او شمال ختيځو ولايتونوکې پسرلنۍ  جګړې  ته دتياري په حال کې دي او ډير ژر بايد دهېواد امنيتي ځواکونه دطالبانوپه ځالو خپل  يرغليز عمليات پيل کړي . 
دجمهور رييس فوق العاده  استازي  ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې دهېواد  او دافغانستان دخلکو راتلوونکى څه ډول ويني وويل چې دافغانستان  خلکو له نن ورځې څخه ډير سخت شرايط تير کړل او اوسنۍ حالت نه شي کولاى  دهېوادوالو دترقۍ او پرمختګ مخه ونيسي .
ده دغه راز دافغانستان له خلکو څخه وغوښتل چې داوسنيو شرايطو تر اغيزې لاندې رانه شي او اوسنۍ حالت دې ژر تيردونکى وبولي او روښانه راتلوونکي ته سترګې په لاره واوسي .
  دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود دغه راز دفقيد مارشال له ټولو سنګروالو او لارويانو څخه وغوښتل  چې په سياست او دنظام په چارو کې دهغه لاره تعقيب کړي .
مارشال محمد قسيم فهيم دزړه دناروغۍ له امله دشپږ پنځوس کلنۍ په عمر د ١٣٩٢ کال دکب دمياشتې په اتلسمه نيټه وفات شو .
مارشال محمد قسيم فهيم دوخت دشوروي ديرغلګرو ځواکونو پرخلاف دافغانستان دخلکو دجهاد په وخت کې دافغانستان  داسلامي جمعيت  يومشهور قوماندان و او دنجيب الله دحکومت له راپرځيدو وروسته يې دملي امنيت دوزير ، دملي دفاع دوزير ، دانتقالي  ادارې درييس دلومړي مرستيال  اودجمهور رييس دلومړي مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته