احمدضيا مسعود: دافغانستان خلک دفرانسې دخلکو او دولت مرستې نه هيروي

کابل باختر د چنګاښ اتمه:
په کابل کې دفرانسې نوي سفير فرانوسا ريشيه د اصلااحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې دجمهور ريس له فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود سره د پژيندګلوي په کتنه کې وويل چې فرانسه تل د افغانستان د دولت اوخلکو همکاره او دوسته پاتې شوې ده.
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې ريشيه له افغانستان سره د فرانسې هېواد د همکاريو په باب وويل: موږ په راتلوونکو کلونوکې له افغانستان سره د فرانسې د همکارۍ د تفاهم ليک د طرحې په باب کارکوو چې د افغانستان له دولت اوخلکو سره زموږ همکاري ګټورې او رغنده وي .
ده زياته کړه چې له افغانستان سره د فرانسې د راتلوونکو همکاريو چوکاټ په يوه پنځه کلن زماني وخت کې په پام کې نيول شوى دى چې له ٢٠١٧ ميلادي کال څخه تر ٢٠٢٢ کال پورې دوام مومي او دغه همکاري به د روغتيا، روزنې او ښې حکومتوالۍ د برخو په ګډون په ټولو اړتيا وړ برخوکې وي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي د افغانستان له دولت او خلکو سره د فرانسې د دولت او خلکو د همکارۍ له امله په قدردانۍ سره د دواړو هېوادونو او خلکو دوستي لرغوني او تل پاتې وبلله او ويې ويل چې د افغانستان خلک به د جهاد او مقاومت په دوران کې د فرانسې د خلکو او دولت بشر دوستانه همکارۍ او د افغانستان د بيا جوړولو لپاره د دغه هېواد مرستې هيرې نه کړي او زموږ هيله دا ده چې د روغتيايي خدمتونو، روزنې او د حکومتوالۍ دلوړولو په ګډون په اړتيا وړ برخوکې دافغانستان له دولت اوخلکو سره د فرانسې د دولت او خلکو همکاري دوام ومومي .