سیاست

احمدضيامسعود: دې ته اړتيا ده مشخصه شي چې فساد له کوم ځاى څخه پيلږي

کابل باختر دوري دمياشتې ٨:
د اداري اصلاحاتو دکميټې غونډه د جمهوررئيس دفوق العاده استازي احمدضيا مسعود په مشرۍ جوړه شوه.
دجمهور رئيس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې  غونډه کې په اداروکې د اداري بهير د آسانه کولو د کار دپرمختګ د څرنګوالي او د هغه د تطبيق او د اداري فساد پرخلاف دمبارزې د جوړښتونو د پيژندنې او د ښې حکومتوالۍ دڅيړنې په باب خبرې وشوې.
لومړى  د اداري اصلاحاتو دکميسيون دملکي خدمتونو رئيس احمدمسعود توخي په  غونډه کې د دولتي بنسټونو د اداري اجرااتو دبهير دآسانه کولو دکار دپرمختګ دڅرنګوالي په باب رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې وزارتونو او دولتي ادارو د اداري بهير د آسانه کولو د يو اتيا مواردو د څرنګوالي په باب معلومات ترلاسه کړي دي چې دغه يو اتيا موارد اوس د دولتي بنسټونو د اداري کار په بهيرکې داجرا وړګرځيدلي دي، خو د کار او ټولنيزو چارو او د کرنې او اوبولګولو وزارتونو او کابل ښاروالۍ تر اوسه پورې د پيژندل شويو بهيرونو د آسانه کولو په باب کوم کار نه دى ترسره کړى.
سربيره پر دې يوشمېر وزارتونو په دې برخه کې د خپل اداري بهير د پيچلتيا ستونزې حل کړې دي او د تطبيق پړاو ته يې رسولي دي.
د توخي د څرګندونوله مخې: د فوايد عامې، لوړو زده کړو او د عامې روغتيا وزارتونو او د جيوديزى او کارتوګرافى رياست په دغو بنسټونوکې درې اويا  پيچلي اداري بهيرونه پيژندلي او د هغوى دآسانه کولو دڅرنګوالي لپاره کارپيل شوى دى چې په ځينو مواردو کې يې تطبيق کړي هم دي . خودې ته اړتيا ده چې  دپيژندل شويو بهيرونو د آسانه کولو لپاره په ټولو  وزارتونو او دولتي اداروکې د اداري اصلاحاتو د کميټې له خوابيا تعقيب شي .
دغه راز په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت معين  بريالي حسام د برقي حکومتوالۍ په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دغه وزارت په پام کې لري چې ټولو هېوادوالوته د پاسپورټ ، د چلونې د جواز او د روغتيايي او روزنيزو تصديق ليکونو د ويشلو او رسولو لپاره په هېواد کې د٢٣ پسته خانو دفعالولو  ترڅنګ يوشمېر روزنيز مرکزونه دعامه خدمتونو د توحيد د مرکزونو په توګه فعال کړي چې هېوادوال دپاسپورټ، د چلونې د جواز  او د روغتيايي او روزنيزو تصديق ليکونو په ترلاسه کولوکې له ستونزې سره مخامخ نه شي چې دعامه خدمتونو د مرکز د طرحې کار د آذربايجان هېواد په همکارۍ د ماليې وزارت له خوا پيل شوى دى.
د جمهور  رئيس فوق العاده استازي احمد ضيامسعود کميټې د غړو د کاري رپوټ له اوريدو وروسته وويل چې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې په اړوند د مشخص ميکانيزم د جوړولو لپاره، دې ته اړتيا ده چې د حکومتي ادارو د حالت په باب کره بلدتيا ولرو ترڅو مشخصه شي چې فساد او سرچينې يې له کوم ځاى څخه پيليږي.
د جمهور رئيس فوق العاده استازي دغه راز د هېواد د عدليې وزير ته وويل چې  د قوانينو د جوړولو په کارکې دچټکتيالپاره دې  مشخص چلند ترلاس لاندې ونيسي   چې د برقي لاسليک د قوانينو د تدوين او د سايبري امنيت په خاطر ډير ژر اقدامات وشي او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او دهېواد نور وزارتونه او ادارې دبرقي  حکومتوالۍ په بنسټيز کولوکې له قانوني تشې څخه ووځي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د اداري اصلاحاتو د کميسيون له خوا پيژند شوي بهيرونه چې د هغو د آسانه کولو لپاره وزارتونو ته سپارښتنې شوې دي؛  بياتعقيب شي او د هغو د تطبيق او نه تطبيق د څرنګوالي په باب دې په راتلوونکېغونډه کې رپوټ وړاندې شي .
دغه راز پريکړه وشوه چې دعدليې وزارت دې د برقي لاسليک او د سايبري امنيت دقوانينو د تطبيق په برخه کې لازم تيارى ونيسي او له اړوندو بنسټونو سره دې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د ميکانيزمونو د پيژندنې په موخه يوه غونډه  جوړه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته