اجرایېه ریېس د نړیوال خوراکي سازمان له مشر سره پر غذايي مصؤنیت خبرې وکړې
کابل باختر د وري د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایېه ریېس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د نړیوال خوراکي پروګرام له اجرائیه رئیس ډیویډ بیسلي سره ولیدل او پر غذايي مصؤنیت او تغذیه يې ورسره خبرې وکړې.
د اجرايېه رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هیواد په کچه د یاد پروګرام پر فعالیتونو او له اړمنو خلکو سره د مرستي په اړه پر راتلونکو پروګرامونو او پلانونو بحث وشو.
اجرایېه ریېس د نړیوال خوراکي پروګرام له مرستو او همکاریو، چې د کلونو په اوږدو کې يې له افغانستان سره کړي مننه وکړه او د دغه همکاریو د دوام ې غوښتنه يې وکړه.
هغه زياته کړه چې افغان حکومت د غذايي مصؤنیت او تغذیې ملي اجنډا معرفي کړې او په دې برخه کي یوه لوړپوړي کمېټه هم کار کوي، او مهمه ده چې د WFP له ادرسه د دغې اجنډا او کمېټې د کارونو ملاتړ وشي.
هغه وويل،چې یاد پروګرام دې په کور دننه له بې ځایه کېدونکو او همداراز له بهرنیو هیوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو سره د غذايي موادو همکارۍ وکړي.
اجرایېه ریېس په نننۍ کتنه کې له نړیوال غذايي سازمان څخه غوښتنه وکړه، چې د فقر او لوږې په مخنیوي کې خپل پروګرامونه د افغان حکومت د پروګرامونو او فعالیتونو سره همږغي کړي.
د نړیوال خوراکي پروګرام اجرایېه ریېس ډیویډ بیسلي د هېواد له اجرایېه ریېس سره په کتنه کې وویل،چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته په نور تمرکز سره دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې د کابل ترڅنګ يې نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او پلان لري، چې اړمنو خلکو ته پر ټاکلي وخت د خپلو امکاناتو په رڼا کې مرستې ورسوي.
هغه یادونه وکړه،چې دوی د غذايي مرستو ترڅنګ اړو ته د حرفوي زدکړو کورسونه جوړوي او همداراز له سیلاب څخه د کرنيزو ځمکو د ساتنې په برخه کې پروژې پلي کوي.
ښاغلي بیسلي د افغان حکومت د غذايي مصؤنیت له ملي اجنډا د خپل پروګرام ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې يې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.پاى _ سعيده