سیاست

اجراییه رییس د هلمند له یوشمېر قومي مشرانو سره وکتل

کابل باختر د ليندي اوومه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجراییه رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله د هلمند له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
داجراييه رياس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
‎په دې کتنه کې لومړی د هلمند قومي مشرانو خپلې ستونزې له اجراییه رییس سره شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه.
‎په سیمه ییزه اداره کې اصلاحات، د نا امنۍ مخنیوی، د هلمند له کدرونو څخه په دولت کې استفاده او نور د هغوی اساسي غوښتنې وې.
‎د هېواد اجراییه رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله د هلمند له خلکو او قومي مشرانو مننه وکړه چې تل یې د نظام ملاتړ کړی او له ترهګرو سره په مبارزه کې د هېواد د دفاع په لاره کې په لومړۍ کرښه کې ولاړدى.
‎هغه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې د دوی ټولې غوښتنې به ومنل شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته