کابل_باختر د لړم د مياشتې ١ مه
په ولسي جرګه کې د غزني ولایت یوشمېر استازو، قومي مشرانو او مخورو له اجرایيه رئیس سره په دغه ولایت کې له روانو امنیتي ستونزو او نا برابرۍ سر وټکاوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغو وکیلانو او قومي مشرانو وویل چې په غزني کې که څه هم چې یو ښه ټيم او ښه همغږي رامنځته شوې، چې تر ډېره یې په امنیتي وضعیت مثبت اغېز ښندلی؛ خو بیاهم په ناوه ولسوالۍ کې چې د وسله والو مرکز ګرځېدلې او ځایي اوسېدونکي یې سخت تر ظلم لاندې نیولي، چاڼيز عملیات ترسره شي.
هغوی دغه راز زیاته کړه چې په غزني کې ټولو قومونو په ګډه او د ورورۍ ژوند کړی؛ خو اوس وسله والو مخالفانو داسې رواني جګړه او تبلیغات هم پيل کړي، چې موخه یې په دغه ولایت کې د قومي مسایلو او شخړو را منځته کول دي.
دوی دغه راز په دې ولایت کې په مالستان کې د لارې بندېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هر څه ژر دې دغه لاره پرانستل شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله له خلکو څخه د ملي یووالي د غوښتلو ترڅنګ وویل چې دوی باید په هر حالت کې خپل اوسنی يووالی له لاسه ورنکړي، بلکې د پياوړتيا لپاره يې هڅې وکړي.
ده وويل چې د غزني د امنيت لپاره به جدي هڅې وکړي او په دې ولايت کې شته همغږي به پياوړې کړي.#
1 1 دقیقه لوستل