اجراييه رېيس : زموږ د ټولنې پراختيا او پرمختګ زموږ د زده کړې د خاوند نسل په ژمنې او تخصص پورې اړه لري .

 کابل باختر د وږي پنځلسمه :
د ملي وحدت د حکومت اجراييه رېيس ډاکټر عبدالله عبدالله  پرون دچارشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې دنوي تحصيلي کال دپيل په مراسمو کې محصلان په افغانستان کې په پراختيا او پرمختګ د لاسبري لپاره همکارۍ او همغږۍ  ته راوبلل .
د اجراېيه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ د هېواد اجراېيه رېيس دافغانستان پوهنتونونو او د لوړوزده کړو موسسو ته لار موندلو محصلانو ته د مبارکي د ويلو په ترڅ کې څرګنده کړه، دايو بې پايه پيل  او دځان جوړونې دوره ده، په دې لاره کې ګام اخېستل زيات توان او ژمنه غواړي او هيله ده  چې زموږ  ځوان نسل  وکولاى  شي چې په ډيره  ښه ممکن ډول دغه تګلوري غوره کړي ځکه زموږ   د ټولنې پراختيااو پرمختګ د زده کړې  خاوند نسل په ژمنې  او تخصص پورې اړه لري .
ډاکټرعبدالله عبدالله څرګنده کړه چې؛ دکابل پوهنتون تاريخچه له لوړو او ژورو  څخه ډکه ده، نن د هېواد حکومت  اوخلک د دغه اکاډميک  بنسټ ملاتړ کوي اود دغه پوهنتون داستادانو او کارکوونکو هڅه او هاند له يوې خوا او دمحصلانو  ژمنه اوزيار ايستل له بلې خوا د دې سبب شوي دي چې دکابل پوهنتون اعتبار لوړ شي .
د هېواد اجراېيه رېيس وويل: دننني نسل لپاره زيات فرصتونه شتون لري  چې دخپلې پوهې او تخصص  کچه لوړه کړي دغه فرصتونه  تېرو دورو ته برابر نه و ، خو  د ستر مسووليت  پېټى هم د ننني نسل په اوږو  دى  او هغه دافغانستان په جوړولو، پراختيا او پرمختګ کې  ژمنتوب دى چې دا کار  له متخصص نسل پرته  شونى نه دى .
ډاکټر عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې له شته ستونزو سره سره حکومت او مسوول بنسټونه دځوانانو د زده کړې  د پرمخ بيولو  او دوام لپاره دلازمو اسانتياو د برابرولو په مقصد ژمن دي  او محصلان دې هم هڅه وکړي چې په ډيره ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په پوهنتونونوکې توپيري مسئلو ته له لمن وهلو څخه ډډه وکړي .
ځکه تاسې بايد افغانستان جوړ کړى او د يوې ټولنې جوړول له همغږۍ  اوهمکارۍ پرته ناشونى  کار دى .
  په دغو مراسمو کې دکابل پوهنتون علمي مرستيال ډاکټر محمد نعيم عظيمي د دغه پوهنتون په استازيتوب په دغو مراسمو کې  د اجراېيه رېيس دګډون او د دهېواد  له پوهنتونونوسره  د هغه د ملاتړ له امله مننه او قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې؛ موږ به په کابل پوهنتون کې  يوشان ټولو محصلانو ته د ډيرو ښو تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې  له هيڅ راز هڅو او هاند  څخه ډډه ونه کړو .
په پاى کې هغو دريو تنو محصلانو چې د ١٣٩٧ کال دکانکور په ازموينه کې يې ډيرې لوړې نمرې خپلې کړې دي داجراېيه رېيس او دکابل پوهنتون له خوا ستاين ليکونه ترلاسه کړل .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته