اجراييه رييس نيويارک ته ورسيد
کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې په ۷۳يمه غونډه د ګډون لپاره نيويارک ته ورسيد .
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجراييه رييس په نيويارک کې د خپلې استوګنې په موده کې د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په نمايندګۍ وينا کوي او د يوشمېر دوستو هېوادونو له مشرانو، صدر اعظمانو او د نړيوالو سازمانونو له استازو سره ليده کاته کوي .
د هېواد اجراييه رييس په نيويارک کې په يو لړ پروګرامونوکې ګډون کوي او په څو څيړنيزو او فرهنګي بنسټونو کې وينا کوي .
د جان اف کندي په هوايي ډګرکې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان استازى محمودصيقل او د دغې نمايندګۍ غړو د هېواد د اجراييه رييس هرکلی وکړ .
ختم_ ج _ اکرم