سیاست

اجراييه رييس د هرات ولايت د يوشمېر مشرانو ستونزې واوريدې

کابل باختر دوږي  دولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د هرات ولايت له يوشمېر مشرانو سره وکتل او د هېواد د روانو حالاتو په باب يې ورسره خبرې وکړې .
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هرات ولايت استازو ځينو ناخوالوته په اشارې سره بد امني د هرات د خلکو د لارې پرسر ډير مهم پراته خنډونه وبلل او له اجراييه رييس څخه وغوښتل چې د دوى د ستونزو د حل کولو په لاره کې دې اقدام وکړي .
د هرات مخورو د خپلو خبرو په دوام د ملي وحدت د حکومت د سياسي موافقه ليک د تطبيق د بهير د ګړندي کولو په باب د اجراييه رييس له دريځ سره خپل ملاتړ اعلام کړ او زياته يې کړه چې د سياسي موافقه ليک عملي کيدل، د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې دي .
دغه راز د هرات د مشرانو په وړانديز د هېواد اجراييه رييس د امام حسين سيد الشهدا د وينې د بانک د ملاتړيز دفتر افتخاري غړيتوب ومانه .
ډاکتر عبدالله عبدالله د هرات د مشرانو د خبرو له اوريدو وروسته په بېلابېلو دوروکې د هرات د خلکو د ميړانې او ملاتړ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې زياته کړه چې د هغو متقابلواو نيکو اړيکو  چې د ده او د هرات د خلکو ترمنځ  شتون لري؛ درناوى کوي .
اجراييه رييس د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د هغو غوښتنو په اړوند چې د هرات د استازو له خوا طرحه شوې وې؛ ژمنه  وکړه چې اړوندو ادارو ته لارښوونه کوي چې بيړني او قانوني اقدامات وکړي .
ده دغه راز امنيتي ستونزې يوه جدي ستونزه وبلله او ټينګار يې وکړ چې حکومت د امنيت د تامينولو په لاره کې  له پخوا زياتې هلې ځلې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته