کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دافغانستان اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د حضرت ايت الله العظمى بهشتي دمړينې ديو ويشتم تلين د درناوى په مراسمو کې ګډون وکړ
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دغو مراسمو کې چې دهېواد دسياسي څيرو دمجلس داستازو او مجاهدينو په ګډون د نبي اکرم (ص ) په جومات کې پرځاى شوي و ، دهېواد اجراييه رييس ايت الله العظمى بهشتي دافغانستان دخلکو دجهاد پيژندل شوى څيره وبلله او دافغانستان دخلکو دجهاد او مبارزو په برياليتوب کې دده درول او اغيزې يادونه وکړه .
ډاکتر عبدالله عبدالله ايت الله بهشتي جيد عالم او پرهيزګاره او متقي شخصيت وباله .
ختم- ج _ اکرم