-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دهيواد په ملي شورا کې دتخار ولايت له يو شمير استازو سره وکتل او په بيلابيلو برخو په تيره بيا دامنيت او انکشاف په برخو کې يې ددغه ولايت ستونزې وڅيړلې.
داجراييه رياست دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : اجراييه رييس دافغانستان دامنيتي ځواکونو دهڅو او سرښندنو له امله په قدردانۍ سره وويل : ترورستي ډلې په روان کال کې خپل نظر وړکوم هدف ته نه دي رسيدلي او ميړنيو امنيتي ځواکونو په سرښندنې او پوهې سره هغوى ته ماتې ورکړې ده او په دې وروستيو وختو کې امنيتي ځواکونو ديادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
په ملي شورا کې دتخار ولايت استازو دامنيتي حالات ،پراختيايي پروژو ،دپوهنې دستونزو او د اداري فساد په برخه کې د هيواد اجراييه رييس ته يو لنډ رپوټ وړاندې کړ او په دغو مواردو کې يې دحکومت دسملاسي پاملرنې غوښتنه وکړه .
دوى ځينې امنيتي ستونزې د غير مسوولو وسله والوکسانو د غيرقانوني فعاليتونو زيږنده وبللې .
د هېواد اجراييه رييس په ملي شورا کې د تخار ولايت د استازو د رپوټ له اوريدو وروسته څرګنده کړه: د تخار ولايت حالت په ډير لنډ ممکن وخت کې په ټولو خوروکې څيړل کيږي چې ستونزې په هر اړخيزه توګه وڅيړلې شي او وروسته لازم اقدامات وشي او اړوندو وزارتونو او سيمه ييزو مسوولينو ته لارښونه کيږي چې د طرحه شويو چلنجونو په حل کولو اقدام وکړي.
0 1 دقیقه لوستل