سیاست

اجراييه رييس ، تاجکستان دافغانستان له نږدې متحدينو څخه دى .

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په اسيا کې دتعامل  او اعتماد جوړونې دکنفرانس ، سيکا ٩  دمشرانو دغوڼډو تر څنګ ددوشنبې  په ښار کې دملت په ماڼۍ کې دتاجکستان له جمهور رييس امام علي  رحمان سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړپه دې  کتنه کې دتاجکستان  جمهور رييس دغه هېواد ته دافغانستان داجراييه رييس سفر اوپه اسيا کې دتعامل او اعتماد جوړونې دکنفرانس (سيکا ) دغړو هېوادونو  دمشرانو په پنځمه غونډه کې دګډون له امله ښه راغلاست ووايه .
دتاجکستان جمهور رييس ، افغانستان دتاجکستان له ستراتيژيکي  دوستانو او متحدينو څخه وباله  او زياته يې کړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې اودګډو تاريخي ، فرهنګي اصولو او ارزښتونو پربنسټ  تکيه لري  .
دتاجکستان جمهوررييس دخپلو خبرو په دوام ووايه چې  هېواد يې په افغانستان کې سوله اوثبات غواړي او چمتو دى چې په ټولو برخو کې له افغانستان سره  همکاري وکړي .
دتاجکستان جمهور رييس په افغانستان کې سوله اوثبات په سيمه کې دسولې اوثبات او داقتصادي ودې او پراختيا په ګټه وبلل او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې دسوداګريزو _ اقتصادي اړيکو دپراختيا غوښتنه وکړه .
دهېواد اجراييه رييس  دتاجکستان دحکومت  اوخلکو له تاوده هرکلي  څخه په قدردانى  سره ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې دوستانه وبللې .
اجراييه رييس دافغانستان قضيو ته دتاجکستان دجمهور رييس دخاصې پاملرنې او ليوالتيا  او ددغه هېواد سولې او بيا رغاونې ته دمرستې له امله مننه وکړه .
اجراييه رييس ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ او ددواړو  هېوادونو ترمنځ يې دسوداګريزې  راکړې ورکړې د زياتوالي اودسيمه ئيز پيوستون دپراختيا غوښتنه وکړه .
اجراييه رييس دغه راز له ډار اچونې او دنشه يي توکو له قاچاقو سره په مبارزه کې دتاجکستان دهمکارى له امله مننه وکړه او له ګډو ګواښونوسره په مبارزه کې دهمکارى لپاره يې دافغانستان تيارى څرګند کړ .
اجراييه رييس دغه رازپه  اسيا کې دتعامل  او اعتماد جوړونې  کنفرانس ( سيکا )  دمشرانو د غونډو دکوربه توب له امله دتاجکستان جمهور رييس اوخلکو ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې دغه غونډې داسيا او سيمې دمهمو قضيو په وړاندې ملموسو لاس ته راوړنو او تصميمونوته ورسېږي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته