سیاست

اجرائیه رئیس په کابل کې د ناټو له جګپوړي ملکي استازي سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٥ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ناټو سازمان له جګپوړي ملکي استازي اسماعیل ارامز سره کتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې د افغانستان د او ناټو سازمان پر راتلوونکو همکاریو، د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو او غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د بهرنیو قواوو ترمنځ پر ملګرتیا، د امنیت پر سمون او سیمه ییزو اړیکو باندې خبرې وشوې.

د ناټو ملکي استازي وویل، چې د ناټو د دفاع وزیرانو راتلوونکې غونډې ته امادګي نیسي، خو په وینا یې، چی د افغانستان پر موضوع د روان عیسوي کال په پای کې د ناټو د سرمنشي په مشرۍ د ناټو د غړو هیوادونو د دایمي سفیرانو یوه بېله غونډه جوړه شي.

ده زیاته کړه چې دوی همداراز له ۲۰۱۶ کال وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او نړیوالو سرتیرو ترمنځ د راتلوونکې همکارۍ په اړه هم پلان نیسي.

ده یادونه وکړه، چې ناټو په خپل ټول توان د افغانستان د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ کوي او کار کوي چې له حکومت سره د همکارۍ لپاره ټول لازم اقدامات وشي.

د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ناټو له جګپوړي ملکي استازي اسماعیل ارامز سره په کتنه کې وویل چې افغان حکومت د نورو امنیتي مسائلو ترڅنګ په کندز کې د وضعیت عادي کېدو ته پام زیات کړی او په دې برخه کې مختلفې کمېټې ټاکل شوې دي.

ده وویل چې تر امنیت وروسته د حکومت تمرکز د بې ځایه شوو کورنیو پر بیا راستنېدنه او ورته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو پر برابرولو باندې دی.

ده زیاته کړه: امنیتي سکتور ته لارښوونه شوې چې په ټول توان سره د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او کندزکې له تر لاسه شوې تجربې څخه په استفاده د راتلوونکو پیښو مخه ونیسي.

ډاکټر عبدالله وویل: په افغانستان کې له افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره اړینه ده، چې سیمه ییز شریکان اساسي ونډه ادا او د تروریزم له ملاتړ څخه مخنیوی وشي.

په نننې کتنه کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه اکمال او تجهیز او تر ۲۰۱۶ وروسته د بهرنیو سرتیرو د فعالیت د څرنګوالي او له افغان ځواکونو سره یې د ګډو همکاریو په اړه هم بحثونه وشول.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته