سیاست

اجرائیه رئیس په بیلاروس کي له میشتو افغانانو سره وکتل

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د بیلاروس جمهوریت په پلازمېنه منسک کي له میشتو افغانانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو پر حل لارو ورسره خبرې وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دلته د افغانانو د یوې ټولني مشر سیف الرحمن صافي وویل، چي دلته ټولټال ۵۷۵ افغانان ژوند کوي چي له دې ډلي ۳۶۰ ئې د بیلاروس تابعیت لري او څه د پاسه سل تنه ئې په دایمي وېزو ژوند کوي.
هغه زیاته کړه،‌چي دلته د افغان کوچنیانو لپاره په مورنۍ ژبه د زدکړو زمینه برابره شوې او په ښوونځيو کي ورته د افغانستان د کلتور،‌مذهب او جغرافیې په باب بشپړ معلومات ورکول کیږي.
هغه وویل،‌چي په منسک کي د افغان کونسلګرۍ جوړول، د افغانانو د ایستلو مخنیوی او د ویزې او پاسپورټ په برخو کي د اسانتیاوو برابرول ئې د اساسي غوښتنې دي
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له دغو افغانانو سره په کتنه کي د افغان پلاوي د سفر په اړه وویل،‌چي دلته به د بیلاروس له جمهور رئیس او لومړي وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو او په خاصه توګه د اقتصادي او تجارتي اړیکو د زیاتوالي په اړه بحث او هوکړي وکړي.
هغه یادونه وکړه،‌پلان دی چي د بیلاروسي سوداګرو یو پلاوی کابل ته سفروکړي او زموږ د سوداګرو پلاوی دلته سفر وکړي،‌څو موږ د زراعتي او صنعتي ټکنالوژۍ په برخه کي ددغه هیواد له ظرفیت او تجربې څخه ګټه پورته کړو.
ده زیاته کړه، چي دلته د میشتو افغانانو د ستونزو په اړه ئې د منسک لپاره له نااستوګن سفیر څخه معلومات تر لاسه کړي او په دې هڅه کي‌دي،‌چي تر ټولو وړاندي د وېزو، پاسپورټونو او تذکرو په برخه کي اوسنۍ ستونزي حل شي.
ډاکټر عبدالله د کونسلګرۍ د ایجاد د غوښتني په اړه وویل،‌چي اوس دستي به په مسکو کي د افغان سفارت او کونسلګرۍ ټیمونه په نوبتي توګه بیلاروس ته راځي او دلته به اړوندي ستونزي حلوي او دا پروسه به تر هغو دوام پیدا کوي، چې د کونسلګرۍ د نه شتون ستونزه په اساسي توګه حلیږي.
اجرائیه رئیس د کتني په پای کي د افغانستان د اوسني وضعیت،‌له ګاونډیانو سره زموږ د ستونزو او د افغان حکومت او سیاسیونو د مسؤلیتونو په اړه هم خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چی حکومت دې مسئلې ته خورا ډېر متوجه دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته