سیاست

اجرائیه رئیس په افغانستان کې د ایساف له عمومي قوماندان سره وکتل

کابل باختر د سلواغې  لومړى
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس په افغانستان کي د نړیوالو قواوو له عمومي قوماندان جنرال جان ایف کمبل سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د نړیوالو قواوو عمومي قوماندان په ننۍ لیدنه کې اجرائیه رئیس ته د هیواد په کچه د وروستیو امنیتي پرمختګونو، ستونزو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
ده دغه راز د افغان ځواکونو د ښوونې اوروزنې او پوځي پیاوړتیاوو په اړه هم معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه، چې افغان ځواکونو په ټولو ساحو کي په خورا ښه توګه چټکه وده کړې ده.
ښاغلي کمبل د کونړولايت په دانګام کې هم د افغان ملي امنیتي ځواکونو د وروستیو برياليو عملیاتو یادونه وکړه او ويې ویل، چي هغه ساحه په بشپړه توګه د افغان ځواکو نو په کنټرول کې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان سره په ننۍ لیدنه کي د هغو فعالیتونو او همکاریو ستاینه وکړه، چي د نړیوالو سرتیرو له خوا د افغان ځواکونو په ملاتړ سرته رسیږي.
هغه له افغان ځواکونو سره د نړیوالو سرتیرو د ملاتړيز ماموریت د ملاتړ ترڅنګ ددې برخې د لا قوي کېدو او پراختیا غوښتنه وکړه.
ده د هیواد په کچه د افغان امنیتي ځواکونو  بشپړو خپلواکو او بریالیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل، چې ددې ځواک وروستي فعالیتونه په اصل کي د هغوی د ښو وړتیاوو یوه عالي نمونه ده، چې باید وستايل شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته