اجرائیه رئیس: ټولې ادارې دې له بېځایه شویو کورنیو سره په مرستو کې عاجل اقدامات وکړي

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت داجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.
داجراائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس تهخبرورکړ.
په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او راستنېدونکو دچارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېري جلسې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ویل، په 2019 کال کې د بې ځایه شویو شمېر 318591 تنو ته رسېږي، چې57057 تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دی.
بلخي زیاته کړه، چې د جنګونو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، کندز او بلخ ولایاتو څخه په 2019 کال کې 36309 تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې 6968 کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته را ګرځېدلي دي. همدارنګه بلخي وویل، چې له دې جملې څخه 9257 کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړي.
د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې په هرات او بادغیس ولایتونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته د رسېدګۍ او ورسره د مرستو لپاره 140 میلیونه افغانۍ وړاندیز شوي، څو د هغوی ستونزې راکمې کړي او بېرته خپلو اصلي مېنو ته وګرځي.
همدارنګه بلخي وویل، هغه کورنۍ چې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي د ماليې وزارت له خوا د لارې د ترانسپورت او نقدې پیسي د اولیه ضرورياتو لپاره ورکول کېږي.
د غونډې ګډونوالو په ځینو ولایاتو کې د نړیوالو ټولنو د استازو نه حضور اندېښنمونکی وباله او ویې ویل چې دمالیه وزارت دې هغه ولایاتو کې چې نړیوال همکاران شتون نه لري منظمه بودجه په نظر کې ونیسي تر څو بې ځایه شوي کورنیو سره د مرستې په برخه کې خنډ او ځڼډ واقع نشي.
هغوی همدا راز وویل، چې د ډېرو ولایتونو خلک د امنیت نه شتون له امله خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي. دوی زیاته کړه، چې د هرات ولایت سبز ښارګوټي ځای د حج اوقاف ریاست له خوا د کډوالو ریاست ته ندی ور سپارل شوی.
همدارنګه ګډونوالو په ننګرهار، لغمان، لوګر او کونړ ولایتونو کې د کنسرسیوم د جوړولو په طرحه د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته رپوټ وړاندې کړ .
د غونډې ګډونوالو وویل، چې په 2019 کال کې 203214 تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي، همدارنګه هغوی زیاته کړه، چې د هېواد د څلورو سرحدونو راجستر مرکزونه چې عبارت دی له: تورخم د نوم لیکنې مرکز، سپین بولدک د نوم لیکني مرکز، میلک د نوم لیکني مرکز او د اسلام قلعه د نوم لکیني مرکز کې باید بېرته ستانه شوي کورنیو ته اسانتاوي په نظر کې ونیول شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اړوندو ادارو ته هدایت ورکړ، په هرات او بادغیس ولایتونو کې له بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او هغه کورنۍ چې غواړي بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستنې شي باید ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
اجرائیه رئیس هدایت ورکړ په هغو ولایتونو کې چې نړیوالې مرستندویه ټولنې استازي شتون نه لري کوښښ دې وشي چې داخلي ظرفیتونه دې رامنځه او تقویه شي تر څو شته ستونزي په سمه توګه حل شي.
همدا راز اجرائیه رئیس وویل، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دې له شته بودجې څخه خپلو کارونو ته دوام ورکړي تر څو د بې ځایه شوي کورنیو سره لازمې مرستي وشي .
د هېواد اجرائیه رئیس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو دچارو وزیر سید حسین عالمي بلخی ته هدایت ورکړ، چې د هرات سبز ښارګوټي د ستونزي په اړه دې د حج اوقاف وزیر سره خبرې وکړي تر څو شته ځمکه د کډوالو وزارت ته وسپاري.
په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو ادارو څخه د مننې ترڅنګ ټېنګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي تر څو راستنېدونکو کورنیو لپاره سهولتونه رامنځته شي.پاى-ع

                                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته