اجرائیه رئیس د پولنډ له جمهور رئیس سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
کابل باختر د وري اوومه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پولنډ له جمهور رئیس اندژي دودا سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتروياند باخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائيه رئیس د پولنډ جمهوررييس ته له ښه راغلاست ویلو وروسته د هغه هیواد له پوځي همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کې ئې د همکاریو دوام او زیاتوالي مهم وګڼی.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو د بشر دحقونو په شورا کې د افغانستان له کاندیداتورۍ څخه د پولنډ ملاتړ هم د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ښه ګام وباله او له امله ئې هغه هیواد وستایه.
د پولنډ جمهوررييس په ننۍ کتنه کې وویل،چې هیواد به ئې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپل سرتیري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د نن ورځې په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وروستیو سیاسي پرمختګونو او تحولاتو هم بحث وشو.
په پلان کې ده، چې روان کال به افغانستان او پولنډ د خپلو سیاسي اړیکو د پیل د نویمې کلیزې څخه په ځانګړي مراسمو کي نمانځنه وکړي.