اجرائیه رئیس د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره وکتل
کابل باختر د کب د مياشتې ٢٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لومړي وزیر د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه والى، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغان سولي پر پروسې او د هیواد پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټي بريدونو پر مسئلې خبرې وشوې.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي سوله د افغانستان اساسي اړتيا او غوښتنه ده او حکومت سولې ته د رسېدو لپاره وسله والو مخالفانو ته ښه فرصت برابر کړی، چې باید ورڅخه ګټه واخستل سي.
هغه زیاته کړه، چي ترورستي ډلې ټولې خپلې مشخصې اجنډاوې لري او د خپلو هدفونو مطابق کار کوي، نو دې ته اړتیا ده، چې هیوادونه يې جوړي او د خپلو هدفونو لپاره ونه کاروي.
هغه یادونه وکړه، چي د پاکستان لپاره هم د افغانستان سره د اړیکو د سمون نوي فرصتونه پیدا شوي او مهمه ده، چې د پاکستان حکومت د یو لړ باور جوړوونکو فعالیتونو په ترسره کولو سره له دې فرصتونو زياته او پر ځای ګټه واخلي.
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه وویل، چي دوی افغانستان ته د سولې په برخه کې د بریاوو هیله کوي او په دې برخه کې د افغان حکومت د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تخنیکي ټیمونو ګډ کار ته لېوال دي او هیله لري،چې دا کار به ژر پیل شي،څو د اړیکو د سمون پر وړاندې پراته خنډونه له منځه لاړ شي.
لومړي وزير هم د سولې لپاره وروستۍ هڅې بې ساری فرصت وباله او زیاته يې کړه، چي نور نو طالبان د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه نه لري.
په ننۍ په کتنه کې همداراز په افغانستان کې د جنګ د مردودیت په هدف د افغان او پاکستاني عالمانو د یوې ګډې فتوا په اړه هم خبرې وشوې.پاى _ ذکرالله