اجرائیه رئیس د پاکستان د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سره وکتل

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ٢٥مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله نن مازیګر په سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې له اعلی وزیر پرویزخټک او ملګرى هیئت سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د خیبر پښتونخوا صوبې له اعلی وزیر سره په دې سفرکې د همدې صوبې د امنیتي، اقتصادي او سوداګرۍ چارو وزیران هم ملګري دي.
ښاغلي خټک د افغانستان اجرائیه رئیس ته وویل چې د پاکستان صوبايي او مرکزي حکومتونه له څو میاشتو راهیسي په پوره توان سره په افغانستان کې د حالت د ښه کېدو او د سولې د خبرو پیل کېدو لپاره کارکوي.
ده وویل چې افغانان د پاکستاني لوري لپاره د وروڼو حیثیت لري او دوی په ټول توان سره کار کوي چې د مهاجرینو له موضوع نیولې تر سیاحت، سوداګرۍ، اقتصاد او روغتیايي برخو پورې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د خیبر پښتونخوا دغه پلاوي د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په نننۍ لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا، د ګډو اقتصادي فرصتونو مشترکه ګټه اخستنه او د طبي موخو لپاره پاکستان د افغان تګ کوونکو لپاره د پروسې پر اسانه کولو خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د پاکستان د خیبر پښتونخوا له دغه پلاوي سره په خبرو کې وویل چې د ملي یووالي حکومت د کار له پیله تر اوسه په دې هڅه کې دی چې له سیمي او نړۍ سره اړيکي ورغوي.
ده وویل چې د اړیکو د ښه کولو په دې ستراتیژۍ کې د افغانستان ګاونډيان لومړی ځای لري او دوی هیله لري چې له پاکستان سره پیل شوي تماسونه به لیدونکې نتیجه ورکړي.
ده زیاته کړه چې دغه ډول سفرونه د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو کچو کې همکارۍ کې زیاتوالی شي او دا کار د دواړو خواوو په ګټه دی.
اجرائیه رئیس یادونه وکړه چې افغان حکومت د بهر میشتو افغان کډوالو د بیا راستنېدو لپاره پر یوې منظمې تګلارې او پلان کار کوي او هیله لري چې تر هماغه وخت پاکستان هلته له میشتو کډوالو سره مناسب چلند وکړي.
ده پاکستان میشتي افغان سفیر چې په ننني مجلس کې حاضر و، دنده وسپارله چې د تګ راتګ په برخوکې د ستونزو کمولو، د اووښتوونکو را اوښتوونکو اشخاصو د ثبت او راجستر، په دواړو هیوادونو کې د سوداګرو د اموالو د ګمرکي مالیاتو د شفافیت او د قیمتي ډبرو او ونو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې له پاکستاني او افغاني مقاماتو سره په ګډه د تصمیم نیولو لپاره لازمې غونډې جوړې کړي.
دغه پاکستاني هیٍئت به سبا هم په افغانستان کې وي او د هیواد د پارلمان د رئیس په ګډون به د سوداګرۍ خونې له مشر او یو تعداد افغان وزیرانوسره هم کاري لیدنې ولري#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته