سیاست

اجرائیه رئیس د نړیوال پرمختګ لپاره د بریتانیا د دولت له وزیرې سره وکتل

کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د نړیوال انکشاف لپاره د بریتانیا د دولت له وزیرې پریتي پاټېل سره په کابل کي وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي د افغانستان د عمومي پرمختګ، امنیت، حکومتدارۍ، اقتصادي وضعیت او راتلونکو ټاکنو په اړه بحث وشو.
ده یادونه وکړه،‌ چي دوی په اوږد مهال کي له افغانستان سره همکاریو ته لېوال دي او ژمن دي،‌ چي د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د سراسري توب او شفافیت په برخو کي له افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
آغلې پټېل د افغان دولت په مشرۍ د اصلاحاتو د جامع پروسې د دوام او د فساد پر ضد د مبارزې د هڅو ستاینه وکړه.
هغې زیاته کړه،‌ چي افغانستان په بيلا بيلو برخو کي بې ساري پرمختګونه کړي،‌ خو اړتیا ده چي دا پرمختګونه د اداري بنسټونو په تقویت، د نوو کدرونو په روزني او اوږدمهالو پلانونو په عملي کولو سره وساتل شي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په نننۍ کتنه کې‌ د هغو پرمختګونو په اړه بحث وکړی،‌ چي افغانانو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په تیره یوه نیمه لسیزه کي کړي دي.
ده د یادو پرمختګونو د ساتني او توسعې په برخه کي د افغانستان او بریتانیا پر راتلونکو پرمختیايي همکاریو ټینګار وکړ.
هغه د یادو لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتني لپاره د راتلونکو ټاکنو پرمهال شفافیت او سراسري توب اساسي بحثونه وګڼل او پر دې برخه یې تمرکز وکړی.
ډاکټر عبدالله یادونه وکړه چی، افغان حکومت د پر ځان بسیایني لپاره د خپلو طبیعو زیرمو څخه په ګټي اخستني سره هم فعالیتونه کړي او په ښه توګه سره پر دې لاره مخته ځي.
په دې کتنه کي پر ټاکنیزو اصلاحاتو،‌ د رايي ورکوونکو پر ثبت، د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته