اقتصاد

اجرائیه رئیس د قزاقستان د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو او تجاروسره وکتل

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ددغه هیواد د سوداګرۍ خوني له مسؤلینو، سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي، کرنیزو او د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اړیکو پر ټينګښت او پياوړتيا بحث وشو.
په دې غونډه کې د افغانستان د کابینې د وزیرانو ترڅنګ د هیواد د سوداګرۍ دخوني مسؤلینو او په قزاقستان کې میشتو افغان سوداګرو هم برخه درلوده.
د قزاقستان د نړیوالي سوداګرۍ خوني مشر ایان ایرینوف د افغانستان پلاوي ته وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۵۰ میلیونو ډالرو په اندازه سوداګریزي اړیکي وجود لري، خو په خبره ئې چې دا اندازه کافي نه ده او باید نورې هڅې وشي.
ده زیاته کړه، چې د ټرانزیټ، اوبلن ګاز، کانونو، صنایعو او لوژستیک په برخو کې قزاقستاني سوداګر او پانګه وال ګډو همکاریو ته ژمن دي او په دې باور دي، چي باید صادرات او واردات زیات شي.
د افغانستان د سوداګرۍ د خوني د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت په دې کتنه کې وویل، چې قزاقستان د افغانستان د تولیداتي بازار یو قوي مارکیټ‌دى، خو په خبره يې چې دغه هیواد ته د افغان صاداراتو کچه په سلوکې پنځوس کښته شوې ده.
ده زیاته کړه، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه جوړه شوه، چې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو لپاره مهم ګام و،‌خو په خبره ئې چې لا هم ګڼي ستونزي پرتې دي او حکومتونه يې په ګډه سره حل کړي.
هغه یادونه وکړه، چې د دواړو هیوادونو حکومتونه دې سوداګرو ته د اوږدمهالو وېزو د ورکړې، د ګمرکي تعرفې د کمښت او همداراز په دواړو هیوادونو کې د اړوندو سوداګرو لپاره د هماغه هیواد د بانکي څانګو په پرانستلو کې ګامونه پورته کړي، څو د پیسو لېږد چټک شي او سوداګري وده وکړي.
د هیواد د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وویل، چې دوی به ډېر ژر په استانه کې د افغان سفارت چوکاټ ته تجارتي اتشه معرفي کړي او هیله لري، چې دا چاره به د عمومي سوداګري د ودې ترڅنګ په قزاقستان کي د افغان صادراتو له پلورنې سره مرسته وکړي.
د هیواد اجرائیه رئیس د قزاقستان د سوداګرۍ دخوني له مسؤلینو سره په کتنه کې وویل،‌چي افغان پلاوی په ایکسپو نندارتون کي د ګډون لپاره دلته راغلی، خود قزاقستان له لومړي وزیر سره به هم وکوري او د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا به عملي او مفصل بحثونه ولري.
ده زیاته کړه، چي نن په استانه کي د افغانستان او قزاقستان د بین الحکومتي اقتصادي کمېسون غونډه هم جوړيږي، چي د سوداګرو لپاره د اوږدمهالي وېزې پر ورکړه، ګمرکي تعرفې، د صادراتو پر کچې او د سوداګرۍ پر پراختیا خبري کوي.
هغه یادونه وکړه،‌چي افغان حکومت په افغانستان کي د قزاقستان د پانګه والو او پانګوني امنیت تامینوي او چمتووالی لري، چي د اسانتیاوو په بهبود او ان خاص امتیازونه ورکړي، څو هلته پانګونه وکړي.
اجرائیه رئیس وویل، چي له ازبیکستان سره د ټرانزیټي تړون نه شتون د افغانستان او قزاقستان پر سوداګریزو اړیکو هم سیوری غوړولى خو په وینا يې هیلي شته، چي له ازبیکستان سره به ده جمهوررييس محمد اشرف غني په راتلونکي سفر کي ټرانزیتي تړون لاسلیک سي.
ده زیاته کړه،‌چي د بانکي څانګو په جوړولو کي باید کارونه وسي او همداراز د دواړو هیوادونو سفارتونه نور هم فعال سي، څو سوداګریزي اړیکی یوه بل پړاو ته داخلي شي.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته