کابل باختردتلې د مياشتې ٢٨ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سعودي عربستان ته د خپل رسمي په ترڅ کي تېره شپه د هغه هیواد له ولي ولیعهد ، د وزیرانو شورا له دویم مرستیال او د دفاع دوزیر امیر محمد بن سلمان بن عبدالعزیز سره وکتل.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي، له تروریزم سره پر مبارزه، د افراطیت له منځه وړلو او د سیمه ییزي همغږۍ پر ایجاد بحث وسو.
د هیواد اجرائیه رئیس په دې کتنه کي وویل، چي تروریزم د افغانستان ترڅنګ، د سیمي او نړۍ لپاره خطر دی اودې ته اړتیا ده، چي له دې خطر سره په مبارزه کي پر وخت او زمان لازمي همکارۍ وسي.
ده زیاته کړه، چي افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د خپلو ملي ګټو په رڼا کي عمل کوي، خو په خبره یې، چي په ګاونډیانو کي، ځیني یې خپلي ګټي د تروریزم په تمویل او تجهیز کي لټوي.
هغه د دیني او مذهبي افراطیت او د سخت دریځۍ مسئلې ته په اشارې سره وویل، چي افغان حکومت هیله لري، څو سعودي عربستان دلته د افغانستان پر سوله او امنیت د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس د جوړېدو پروسه چټکه او نېټه یې وټاکي.
د سعودي عربستان د شاهي هیواد ولیعهد ، د وزیرانو شورا دویم مرستیال او د دفاع وزیر امیر محمد بن سلمان بن عبدالعزیز د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ کتنه کي وویل، چي هیواد یې په امنیتي او له تروریزم سره د مبارزې په برخو کي هر اړخیزو همکاریو ته تیار دی.
ده زیاته کړه، چي تروریزم د ټولو لپاره ستونزي زېږوي او اړتیا ده، چي ټول په ګډه ددې ستونزي مخنیوی وکړو.
هغه یادونه وکړه، چي هیواد یې د افغانستان د خیر غوښتونکي په توګه هیله لري، چي د افغانستان په سوله او رغونه کي رغنده ونډه ولري او غواړي ووايي، چي سعودي به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
د سعودي د دفاع وزیر همداراز وویل، چي د افغان سولي په پروسه کي به هیڅ راز مرسته ونسپموي او په دې برخه کي به له افغان حکومت سره په ګډه همغږي سوي فعالیتونه کوي.
4 1 دقیقه لوستل