سیاست

اجرائیه رئیس د سعودي د ماليې وزیر له سره د بانکي او تجارتي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سعودي عربستان شاهي هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کي نن د دغه هیواد د ماليې له وزیر ډاکټر ابراهیم العساف سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کي د افغانستان او سعودي ترمنځ تجارتي، ټرانزیټي، پانګه اچوني او بانکي برخو کي د همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتوالي خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس د سعودي د مالیې وزیر ته وویل، چي افغانستان د پراخو طبعي منابعو او پراخي زراعتي مځکي په درلودلو سره د کرهڼي، انرژۍ او طبعي سرچینو په برخو کي د پانګه اچوني لپاره تر ټولو ښه ځای دی.
ده زیاته کړه، چي افغان حکومت د خصوصي سکټور د ودي لپاره اساسي ګامونه اخستي او عربي سوداګر او پانګه وال کولای سي، له افغان سوداګرو او پانګه والو سره په ګډه او یا هم په یوازي ځان په افغانستان کي پانګونه وکړي.
په دې کتنه کي هغه وړاندیز وکړی، چي سعودي عربستان دي د ګلف هیوادونو سره په ګډه عربي هیوادونو ته د افغاني صادراتو ګمرکي تعارفه معاف کي.
اجرائیه رئیس همداراز یادونه وکړه، چي د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو او سوداګریزو اړیکو د بهبود لپاره ضروري ده، چي د دواړو هیوادونو د معتبرو بانکونو ترمنځ هم سوداګریزي اړیکي جوړي سي.
د سعودي عربستان د شاهي هیواد د ماليې وزیر ډاکټر ابراهیم العساف وویل، چي هیواد یې له افغانستان سره د تجارتي، ټرانزیټي او بانکینګ په برخو کي هر اړخیزو همکاریو ته لېوال دی.
ده زیاته کړه، چي دوی به د پانګوني په برخه کي د تجارو د تشویق او د بانکونو ترمنځ د اړیکو د ایجاد لپاره کار وکړي.
هغه یادونه وکړه، چي د افغان تجارو پر اموالو د ګمرکي تعرفې د معاف مسئله باید د خلیج هیوادونو د همکاریو په شورا کي مطرح او له هغه ادرسه به یې تعقیب کړي.
ښاغلي العساف وړاندي وویل چي، افغانستان او سعودي عربستان دواړه د اسلامي پرمختیايي بانک غړي دي او سعودي به ددې بانک له لاري له افغانستان سره مالي او مالیاتي همکارۍ زیاتي کړي.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته