کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٩ مه
د ترکیې د استانبول ښار په اتاترک نړیوال هوايي ډګر کې د تیرې شپې تروريستي برید په کلکو ټکو کې غندم او د ترکیې ترڅنګ په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د دې ډول وحشتونو د پایته رسېدو هیله کوم.
د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب، د پېښې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو او خپلوانو او د دوست هېواد ترکیې له حکومت او خلکو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼم.
د اتاتورک په نړیوال هوايي ډګر کې د تیرې شپې پېښه یوه تروريستي پېښه ده اودې ته اړتیا ده، چې د سیمې او نړۍ په کچه د تروریزم پر ضد غوڅ ملاتړ او مؤثرې همکارۍ جلب شي.
تروریزم، سخت دریځي او افراطیت درې عمده ستونزې دي چې نن نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده. لازمه ده، چې نړۍ په ګډه د دغو شومو پدېدو پر ضد سره یو موټی او هم دریځه شي.
نړۍ نن اړه ده چې د بشریت د ښېګڼې او په سوله کې د ژوند کولو لپاره تروریزم په ريښو کې وچ کړي. دا ریښې، چې هر ځای موجودې وي، باید له منځه یوړل شي.
د تروریزم د تمویل، ترویج او ودې پلانونه دې له منځه ولاړ او پر ځای دې یې د سولې، ثبات او ښېګڼې افکار ترویج شي.
سخت دریځي او افراطیت یوازې افغانستان یا څو نور هېوادونه نه دي زیانمن کړي، بلکې نړۍ یې له ستونزې سره مخ کړې او موږ ټوله اړ یو، چې پر ضد یې په نړیواله کچه چټکې او مؤثرې هڅې وکړو.
افغانان له بهره د تمویل او وارد شوي تروریزم او تند لاريتوب د قربانيانو په توګه د دوست هېواد ترکیې د خلکو له درد او غمه خبر او په دې غم کې یې شریکان دي.#
1 1 دقیقه لوستل