کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او ملګري پلاوي ئې د بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر پر مهال نن د بیل اومو په نوم ددغه هیواد (اوپتیک تولید) د تخنیکي او الیکترونیکي تولیداتو له کمپنۍ څخه وکتله.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د بیلاروس د صنایعو وزیر ښاغلي ویتالي ووفک او د یادي سوي کمپنۍ مشر ویچیسلاف بورسکي د هیواد اجرائیه رئیس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د خپلو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي بورسکي وویل،چي د دوی په سلوکې اتيا توليدات پوځي دي،چي د پوځ،پولیسو او نورو امنیتي او کشفي ادارو لخوا ورڅخه استفاده کيږي.
ده زیاته کړه،چي دوی د نږدې او لیري واټن دوربینونه،د ورځي او شپې له خوا داوږد واټن دليدنې وسایل او د سپکو او درنو وسلو لپاره دوربینونه تولیدوي.
هغه یادونه وکړه،چي دوی د سرحدونو د ساتني او د شپنیزو نظامي عملیاتو پرمهال د سرتیرو د ليدنې لپاره د ځانګړو دوربینونو او نورو اړوندو وسایلو د تولید ظرفیت لري.
ددې کمپنۍ مشر د هیواد اجرائیه رئیس ته وویل، دوی هیله لري،چي له افغانستان سره ئې په دې برخه کي اړیکي ټينګې شي او کولای شي،چی له دې ناحیې د افغانستان اړتیاوي او غوښتني پوره کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس تر لیدني وروسته د دغه شرکت له مشر څخه مننه وکړه،چي له افغانستان سره همکاریو ته ئې لېوالتیا وښودله.
ده زیاته کړه، چي افغانستان دغه ډول پرمختللي تولیدات په بيلابيلو ملکي او نظامي برخو کي د استفادې وړ دي او اړتیا ئې هم زیاته ده.
هغه یادونه وکړه،چي د افغانستان اړوندي ادارې به ددې کمپنۍ د تولیداتو او د خپلو اړتیاوو په پام کې نیولو سره ددغه شرکت د همکاریو پر وړاندیز فکر وکړي.
0 1 دقیقه لوستل