کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٠مه
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د بورسونو د مالي مرستې په غونډه کېګډون وکړ او وروسته ئې په دغه پوهنتون کې وینا وکړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ده د بورسونو د مالي مرستې په غونډه کې له خصوصي سکټور او سوداګرو څخه مننه وکړه،چې د زده کړو د زمینې دبرابرولو لپاره یې د افغانستان د امریکايي پوهنتون سره مالي مرسته کړې.
هغه وویل،چې دا مرسته د افغانستان پر نوي نسل او راتلونکي رهبرانو باندې سرمایه ګزاري ده او اړتیا ده، چې نور سوداګر هم په ورته اقدام باندې لاس پورې کړي.
اجرائیه رئیس وروسته د پوهنتون استادانو او زده کوونکو ته په وینا کې پر دغه پوهنتون د برید پرمهال ټولو شهیدو شوو محصلینو او سرتیرو یادونه وکړه او د دغه پوهنتون له مسؤلینو او زده کوونکو سره ئې غم شریکي وکړه.
ډاکټر عبدالله وویل،چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د تیارو د لښکرو له خوا پر پوهنه، انسانیت، پرمختګ او رڼا باندۍ برید و، خو په خبره ئې چۍ دلته د درسونو بیا پیل د تروریستانو او د هغوی د خواخوږو پر مخ د چپلاخي حیثیت لري.
د هغه په خبره چې تروريستان په دې ډول بریدونو سره کولای شي موږ وګواښي ولي،هیڅ کله موږ د خپلې اصلي موخې له تر لاسه کولو نه شي راګرځولای.
ده زیاته کړه،چې حکومت په تمامه معنی یاد پوهنتون ته ملاتړ ته چمتو دی او باور لري، چې دا پوهنتون د افغان کدرونو په روزنه کې خورا مؤثر او اساسي رول لري.
د اجرائیه رئیس په وینا چې، د لوړو زده کړو معیاري کېدنه د تدریسي نصاب ژورې او اساسي بیا کتنې ته اړتیا لري او په دې برخه کې تمرکز زیات شوی دی.
هغه د خپلې وینا په پای کې د هیواد د وضعیت په اړه د یاد پوهنتون د محصلینو پوښتنو ته هم جوابونه وویل.
د اجرائیه رئیس بشپړه وینا د همدې خبر سره د ضمیمه شوي لنک څخه لیدلی شئ!
0 1 دقیقه لوستل