سیاست

اجرائیه رئیس د اروپايي ټولني د همکاریو او پراختیا له مشر سره پر اقتصادي همکاریو خبري وکړي

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د اروپايي ټولني د همکاری او پراختیا د څانګي له مشر سټیفن مانسرویزي په کابل کي وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کي د افغانستان په اړه د جوړېدونکي کنفرانس، د افغان حکومت پر چمتووالي، اصلاحاتو او د افغانستان او اروپايي ټولني ترمنځ پر اقتصادي همکاریو خبري وشوې.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ننۍ کتنه کي وویل، چي د بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی، څو د مالي همکاریو په اړه د تعهد تر لاسه کولو ترڅنګ، له نړیوالو سره د اوږدې مودې اړیکو ساتلو او ښه کولو لپاره اساسي ګامونه واخستل شي.
هغه زیاته کړه، چي دا کنفرانس او هلته د نړیوالو تعهدات به وکولای سي، څو له افغانستان سره په اقتصادي برخه کي د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ د ټاکلو موخوپه تحقق کي هم مرسته وکړي.
ده یادونه وکړه، چي افغان حکومت د بروکسل کنفرانس لپاره د اصلاحاتو په ګډون، د فساد سره د مبارزې، د خود کفايۍ او له خصوصي سکټور سره د هغوی د موخو د تر لاسه کولو لپاره هر اړخیز کار کړی، خو په خبره یې دې ته اړتیا ده، چي تر بروکسل کنفرانس وړاندي د اصلاحاتو په برخه کي نور عملي ګامونه هم پورته سي.
د اروپايي ټولني د همکاری او پراختیا د څانګي مشر سټیفن مانسرویزي د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي اروپايي ټولنه د بروکسل کنفرانس ته د افغانستان او نړۍ ترمنځ د همکاريو د زیاتېدني او نورو ګډو موخو تر لاسه کولو لپاره د یوه ښه فرصت په توګه ګوري.
هغه زیاته کړه، چي له دې فرصت څخه د ښې ګټي اخستني لپاره اړینه ده، چي تر کنفرانس وړاندي په ژمنه سوو برخو کي لازم نتایج تر لاسه سي.
ده د ملي یووالي حکومت کي یووالی او سیاسي ثبات د بروکسل کنفرانس کي د ښو نتایجو تر لاسه کولو لپاره مهم وبلل.
د نن ورځي په ناسته کي په اروپايي او کاونډيو هیوادونو کي د افغان کډوالو پر وضعیت او له بیا راستنېدونکو افغانانو سره د اروپايي ټولنو پر مرستو او همکاریو هم خبري وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته