سیاست

اجرائیه رئيس په بېلاروس کې له رسمي سفر وروسته قزاقستان ته ورسېد

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د بېلاروس جمهوریت ته د خپل دوه ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته د قزاقستان پلازمېنې ته ورسېد.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائیه رئیس به په دې دوه ورځني سفر کې د قزاقستان له لومړي وزیر، په قزاقستان کې له مېشتو افغان او قزاقي سوداګرو سره وګوري او قزاقي پانګه وال به دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
همدا رانګه به ده د ایکسپو ۲۰۱۷ نندارتون هم وګوري او هم به په ایکسپو کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۸یمه کالیزه هم ونمانځي.
په دې سفر کې له اجرائيه رئيس سره د کابینې یوشمېر غړي، د وزارتونو مرستیالان او نور چارواکي ملتیا کوي.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته