سیاست

اجرائيه رييس په اروپا او افغانستان کې د ناټو د ځواکونو له قوماندانانو سره وکتل

 کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د افغانستان  د اسلامي جمهوريت  اجرائيه رييس  پرون  له غرمې مخکې دخپل کار په دفتر کې  په اروپا کې د ناټو د ځواکونو له عالي قوماندان  جنرال فليپ بريدلف او په افغانستان کې دناټو د ځواکونو له قوماندان جنرال کمبل   سره وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر  ورکړ :
په دې  کتنه کې  اجرائيه  رييس افغانستان ته  د جنرال بريدلف د راتګ  او دهېواد له ملي اردو سره د تروريزم پرخلاف  جګړه  کې  د ده  دهمکاريو له امله مننه وکړه.
په دې کتنه کې  د هېواد د وسله والو ځواکونو د پياوړتيا ، له تروريزم  سره دجګړې  د افغانستان د هوايي ځواکونو د پياوړتيا او دامريکا  او افغانستان  دځواکونو ترمنځ  د اوږد مهاله  ملاتړ او همکارۍ  په باب خبرې  اترې   وشوې.
جنرال بريدلف  دافغانستان  له حکومت او  له نړيوالې ټولنې سره  دحکومت داړيکو په باب د نوي حکومت دروښانه پيغام د قدردانۍ په ترڅ کې  دافغانستان له وسله والو ځواکونو سره دامريکا د اردو په هر اړخيزو مرستو او همکاريو ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې دغه راز  له تروريزم  سره په جګړه کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د همکاريو او داړتيا په صورت کې  د ناټو د ځواکونو دجنګي ماموريت  داحتمالي تمديد په باب هم خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته