سیاست

اجرائيه رييس د فراه ولايت له يوشمېر استازو سره وکتل

 کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
د افغانستان داسلامي  جمهوريت  اجرائيه رييس پرون له غرمې مخکې د فراه ولايت  دخلکو له يوشمېراستازو  ا وسوداګرو سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل.
داجرائيه رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په  دې کتنه کې  د فراه  دخلکو استازو دغه و لايت  ته د بريښنا د رسولو په باب د ژمنې دعملي کولو په اړوند له اجرائيه  رييس څخه مننه  وکړه اوپه  دغه ولايت کې دنا امنيو ، اداري فساد او د تيلو د واردولو لپاره له ايران څخه  ددغه ولايت  دپولې د تړل کيدوله امله شکايت وکړ  او په  دې برخه کې داجرائيه رييس دسم لاسي  اقدام غوښتنه  وکړه.
اجرائيه رييس دفراه ولايت  دخلکو له استازو او سوداګرو څخه په  مننې سره  ژمنه وکړه چې  ددوي ستونزې څيړلي .
اجرائيه رييس له  دخپلو خبرو په  دوام زياته کړه چې د فراه ولايت په کچه نوي مسوولين ډير ژر معرفي کيږي اوله خلکو څخه يې وغوښتل چې د دغه ولايت دادارې  په برخه کې دې له هغوى سره همکاري وکړي.
اجرائيه رييس لارښوونه وکړه چې  دماليې ، سوداګرۍ اود اقتصاد د وزارتونو له مسوولينو سره په ګډه غونډه کې  له ايران سره ددغه  ولايت د پولې دپرانستل کيدو موضوع  او دتيلو د واردولو ستونزه څيړي او په دې باب  لازم تصميمونه نيول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته