سیاست

اجرائيه رييس د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته دافغانستان او پاکستان په چاروکې د امريکا د متحده ايالاتو له ځانګړي استازي دن فيلدمن سره وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
له ښاغلي فيلدمن سره په دې کتنه کې دجمهوررييس اوباما د ملي امنيت سلاکار جيف هيګر او په افغانستان کې دامريکا سفير ښاغلي مکنلي ملګرتيا کوله.
د افغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دافغانستان اوپاکستان لپاره  د امريکا ځانګړي استازي ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې  دافغانستان له دولت سره ددغه هېواد دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
په همدې حال کې فيلدمن د کابينې د غړو د معرفي کولو په باب د ملي وحدت  د حکومت د تصميم په هرکلي سره ټينګار وکړ چې د امريکا دولت به د پخوا په شان د افغانستان له دولت  او خلکو سره  خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
په افغانستان کې د سولې د تامينولو په لاره کې هلې ځلې يوه بله مسئله وه چې په دې غونډه کې خبرې پرې وشوې او دواړو لورو ټينګار وکړ چې له يوې خوا به د سولې د تامينولو او د تاوتريخوالى د پاى ته رسولو په لاره کې کار وشي او له بله پلوه  د تروريزم د کمزوري کولو او له منځه وړلو په مقصد غوڅه او پر له پسې مبارزه دوام ومومي .
ښاغلي فيلدمن د امريکا دمتحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ داړيکو ټينګښت  يو ضروري کار او د دواړو هېوادونو په ګټه وباله او زياته يې کړه چې متبوع هېواد به يې افغانستان يوازې پرې نږدي او په ټولو برخوکې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې او همکارۍ وڅيړل شوې او د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس د افغانستان له دولت سره دپاکستان صادقانه همکاري او په دغه هېواد کې د ډاراچونې د ځالو په له منځه وړلوکې ددغه هېواد رول په افغانستان او سيمه کې د ډار اچونې د جرړو دله منځه وړلو او د ثبات د تامينولو اصلي عوامل وبلل او په دې لاره  کې يې د نړيوالې ټولنې په تيره بيا دامريکا دمتحده ايالاتو دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
دافغانستان  اوپاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي هم د ډار اچونې له منځه وړل له افغانستان سره په همکارۍ کې د پاکستان د دولت په کلکې ادارې او قاطعيت پورې مشروط وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته