سیاست

اجرائيه رئیس: حکومت د ښځينه متشبثینو او سوداګرو د پياوړتیا او هڅونې لپاره اقدامات کوي

کابل باختر د کب  نهمه :
د هېواد اجرائيه رئيس پرون د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د سوداګرو ښځو له ټولنې یا لیډ له غړو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د لیډ رهبرۍ خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې په سوداګرۍ او صنعت کې اخته مېرمنې د حکومت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.
هغوی وویل، چې متشبثو مېرمنو ته دپورونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي او هم په روزنیزو پروګرامونو کې ورته ځانګړې پاملرنه نه کېږي.
په دولتي او غیر دولتي غونډو کې ګډون، د ښځو لپاره د پور ورکولو د ځانګړې ادارې رامنځته کول، په صنعتي پارکونو کې د ښځو لپاره ځانګړې ونډه او د ښځو لپاره د جلا سوداګریزو او صنایعو خونو د اتاق رامنځته کول، د لیډ د غړو اساسي غوښتنې وې.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې حکومت سوداګریزو او صنعتي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه لري، له پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو په ځانګړي ډول له مېرمنو څخه ملاتړ کوي.
اجرائیه رئيس وویل، چې د دوی په ټولو وړاندیزو او ستونزو به غور وکړي او د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې په غونډه کې به ځینې مسایل مطرح کړي.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت د ښځينه متشبثینو او سوداګرو د پياوړتیا او هڅونې لپاره اقدامات کوي او په دې برخه کې یې له هغوی څخه د ځانګړو طرحو او مفصلو وړاندیزونو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته