اجرائيه رئيس: په هېواد کې د سولې او ثبات تامین د ټولو مسوولیت دی
-کابلباختر د وري د مياشتې٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د مارشال محمد قسیم فهیم پوهنتون د افسرانو له اکاډمۍ څخه د 341 تنو ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د مارشال محمد قسیم فهیم د ملي دفاعي پوهنتون قوماندان تورن جنرال جلندر شاه بهنام وویل، چې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملي یووالي حکومت د مشرانو ملاتړ د دوی مورال لوړ او روحیه يې پياوړې کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې دوی په خپل تدریسي نصاب کې لوړ نړیوال معیارونه ځای کړي، دسپلین یې رعايت کړی او له کیفي اړخه یې ظرفیتونه لوړکړي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په ستراتيژيکي او عملیاتي لحاظ ښه رهبران وروزي.
جلندرشاه وویل، چې د دوی د ښې روزنې، ظرفیت لوړونې، عملیاتي، تامیناتي او مسلکي معیارونو د پلي کولو په پایله کې یې تېرکال ښه پایله ترلاسه کړې او د دوی فارغ شوي افسران نه یوازې په کور دننه بلکې له سیمه ییزو هېوادونو سره هم سیالي کولای شي.
همدارنګه د ځوانو افسرانو د اکاډمۍ مشر جنرال محمد شریف شریفي وویل، چې د دې اکاډمۍ زده کړې او تعلیمات سخت، فزیکي او صحرايي حرکات یې مغلق او پیاوړتیا یې عالي ده، چې په هر حالت کې د خپلې خاورې او خلکو دفاع ته چمتو دي.
هغه وویل، چې دغه ځواکونه لکه خنجر د دښمن سینې څيروي او له هېڅ ډول عملیاتو او دندې وېره او ډار نه لري.
لوى درستیز وویل، چې په یادو فارغ شویو 341 افسرانو کې د 34 ولایتونو اوسېدونکي شتون لري، چې 38 تنه یې نجونې دي. هغه دغه راز د انګلستان، ډنمارک، ترکیې، فنلند او استرالیا هېوادونو څخه مننه وکړه، چې له دغه پوځي پوهنتون سره له نېږدې مرستې کوي.
د هېواد لوی درستیز ستر جنرال محمدشریف یفتلي وویل، چې دوی د روان نوي کال لپاره هر اړخیزه امنیتي پلانونه جوړ کړي، چې د حکومت د سولې او امنیتي ستراتېژۍ په رڼا کې یې عمده برخې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیت تامینول او د امنیتي ساحې پراخول دي.
ده وویل، په روان کال کې به یې ډېر تمرکز د وړتياو او ظرفیتونو په لوړولو وي. هغه د ځوانو افسرانو فراغت ته په اشارې وویل، چې دغه ځواکونه به په پوره مېړانې، امانت دارۍ او سرښندنې سره د دښمن سینې څېر کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د ملي اردو دغه ځوان افسران به ښه بدلونونه رامنځته کړي.
هغه وویل، چې په هېڅ صورت کې بايد د خلکو او خاورې د دفاع په برخه کې له خپلو هڅو ډډه ونه کړو.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله دغو مراسمو ته په خپله وینا کې د ځوانو افسرانو وړتیا او دسپلین وستایه او ویې ویل، چې ټول افغانان په افغان امنیتي ځواکونو ویاړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې د دغو ځوانو افسرانو په لیدلو سره سړی راتلونکي ته ډېر هیله من کېږي او د دوی په څېرو کې د افغانستان روښانه، باعزته او باثباته راتلونکی ویني.
هغه له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل، د هغو قربانیو درناوی هم په کار دی چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د ثبات لپاره ورکړي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ځوانو فارغو شویو افسرانو ته په خطاب کې وویل، چې دوی په ټول افغانستان پورې اړه لري او باید هېڅ ډول سیاسي، قومي، ژبني او مذهبي تړاوونه یې د افغانستان د خلکو او سیمې په اړه توپير ته وهڅوي.
اجرائيه رئيس د دغو افسرانو له کورنیو څخه مننه او ستاینه وکړه، په ځانګړي ډول د ښځينه افسرانو له کورنیو څخه چې جرئت یې کړی او خپل اولادونه یې د ملي اردو لیکو ته هڅولي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، دا د ټولو مسوولیت دی چې په هېواد کې د سولې او ثبات راوستلو کې هڅې وکړي؛ خو ډاډ یې وښود چې د نویو فارغو شویو افسرانو په همت سره به د سولې لار را لنډه شي.
هغه د یادو افسرانو په کورنیو ویاړ وښود او ویې ویل، چې د افغانستان دښمن به د دې ځوانو افسرانو په لیدو ترهېدلی او وېریدلی وي. اجرائيه رئيس وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه به د ترهګرۍ سینه څيرې او د سولې تامین ته افغانستان ورنېږدې کړي.پاى- سعيده