کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ګردېز له یوشمېر ځوانانو سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ګردیز ځوانانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په دولتي ادارو کې د ځوانانو استخدام، د ګردیز ښار پراختیا ته وده ورکول، د ګردیز ځوانانو ته د بورسونو ورکړه، د شخصي پوهنتونو جوړېدل او د بې کارۍ له منځه وړل د هغوی اساسي غوښتنې وې.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې د دوی ټولو ستونزو ته به رسیدګي وشي او اړوندو مسوولینو ته به لارښوونه وکړي، چې د ستونزو په حل کې اقدامات وکړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې د ګردیز ځوانانو تل قربانۍ ورکړې؛ له نظام یې ملاتړ کړی او حق لري چې د ملي یووالي حکومت ورته خدمات عرضه کړي.
هغه ټولو افغانانو ته خدمت کول اسلامي او انساني مسوولیت وباله.#
0 1 دقیقه لوستل