سیاست

اجرائيه رئيس: د پکتیکا د برېښنا ستونزه حل کوو

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس پرون د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د پکتیکا ولایت له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی په ولسي جرګه کې د پکتیکا یوشمېر استازو، قومي مشرانو او ځوانانو خپلې ستونزې اجرائيه رئيس ته واورولې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د پکتیکا مشرانو وویل، چې پکتیکا ته غځېدلې لویې لارې باید امن شي، ځکه د دې ولایت خلک پکتیکا ته له ورغلو لارو زیانمنېږي او که امن شي د پکتیکا ولایت امنیتي وضعیت نور هم ورسره ښه کېږي. هغوی دغه راز ښرنې ته د راغلو کورنیو بې ځایه شویو کسانو ته د مرستې د رسولو غوښتنه هم وکړه.
هغوی زیاته کړه: لویې پکتیا د برېښنا د لېږد په نوي تړون کې، پکتیکا ته د برېښنا لېږد شامل نه دی او نه هم له غزني څخه قندهار ته د برېښنا د مزو په غځولو کې پکتیکا شامل دی. نو پکتیکا له برېښنا بې برخې شوې او دا د دوی حق دی، چې ورته برېښنا ورسېږي.
د پکتیکا مشرانو د غزني ـ برمل د سړک جوړېدو د چارو له سستوالي سروټکاوه او ویې ویل، چې له ارګون څخه ډیورنډ کرښې ته غځېدلې لویې لارې باید ورغول شي.
په پکتیکا کې د روغتونونو جوړېدل، د فرهنګي مرکز رامنځته کېدل، د پکتیکا ځوانانو ته کارموندنه، په یوشمېر ولسوالیو کې د ټيلفون د پایو فعالول او ځینې نورې ستونزې هغه څه وې، چې د پکتیکا مشرانو یې له اجرائيه رئيس څخه غوښتنه وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا له قومونو او مشرانوڅخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی ستونزو ته به رسیدګي کوي.
اجرائيه رئيس وویل: برېښنا ته لاسرسی د پکتیکا د قومونو حق دی. زه به له اړوندو ادارو سره خبرې وکړم. ستاسو په ټولو وړاندیزونو به غور وشي او ژر به اړوندو وزارتونو ته هدایت ورکړم، چې تر خپلې وسې یې په حل کې اقدام وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د خلکو خدمت ته یې اراده او تعهد رښتینی دی، دا خپل ملي او انساني مسوولیت بولم او د پکتیکا خلک به د دې ژمنو پایله په عمل کې وویني.
د پکتیکا خلکو او قومي مشرانو اجرائيه رئيس ته د ښو او مدبرانه سیاستونو او کړنو له امله د ستاینې دړه ورکړه او د فضیلت پګړۍ یې ور په سر کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته