سیاست

اجرائيه رئيس د سرد ار محمدداوود خان روغتون وکوت

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٨ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  دتروريستانود ځپلو په خاطر د امنيتي ځواکونو دځانګړو قطعاتو له سرتيرو څخه مننه وکړه.
داجرائيه رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
تروريستانو نن  د سردارمحمدداوود خان په روغتون په بريد سره  د دغه روغتون  يو شمير ناروغان او ډاکتران شهيدان او  ټپيان کړل.
د هېواد اجرائيه رئيس دتروريستوطالبانوله شتون څخه دسردارمحمدداوود
  خان د روغتون دتصفيوه کولو په بهيرکې له امنيتي  ځواکونوڅخه  دمننې په
خاطر  دغه روغتون ته لاړ او حالت يې له  نږدې وڅيړه .
ډاکتر عبدالله عبدالله دجنايتکارو تروريستانو په له منځه وړلو کې دامنيتي ځواکونو ميړانه او سرښندنه وستايله او په هغوي يې مهرباني  وکړه.
د هېواد اجرائيه رئيس ددولتي بنسټونومسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ډير ژر اوله ټولوامکاناتو څخه  په استفادې سره د دغې پيښې دټپيانو حالت وڅيړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله  د عامې روغتيا وزارت او د سردار محمد داوود خان  دروغتون مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ددغه روغتون دبيارغاونې او احيا کولو په برخه کې دې  سملاسي اقدام  وکړي.
د هېـــــواد  اجـرائيــــه    رئيس يوځل بيا  د  سردارمحمدداوود خان په  روغتون دتروريستانو بريد وغانده او ويې ويل چې په  ډاکترانو او ناروغانو بريدد ټولو ديني او انساني ارزښتونو او اصولو پرخلاف دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته