کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د کابل _ تهران د اړيکو او د هېواد د سياسي او امنيتي مسئلو په باب خبرې اترې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ