کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته په کابل کې د امريکا سفارت له سرپرست هوګو لورنس سره دخپل کار په دفترکې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو په هېوادکې د وروستيو سياسي او امنيتي بدلونونو او د روان حالت په باب خبرې وکړې .
د کتنې په دوام د کابل _ واشنګټن د امنيتي تړون او د ستراتيژيک موافقه ليک د موادو د اجرايي کمېټو په باب خبرې اترې وکړې.
1 د یوې دقیقې څخه لږ