کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
اتيا ټنه نشه يي توکي تېره شپه له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا دغزني په ده يک ولسوالۍ کې وسوځول شول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دکورنيو چارو وزارت له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو تېره شپه دهېواد دهوايي ځواکونوپه ملاتړ دغزني په ده يک ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل . او اتيا ټنه چرس يې چې دغزني دده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ساتل کېدل وسوځول .
دغه چرس دوسله والو طالبانو له خوا راټول اوليږدونې اوپلورنې ته چمتو شوي و. نشه يي توکي دوسله والو طالبانو دجنګي لګښت يوه برخه جوړه وي .
ختم_ ج _ اکرم