اته ډار اچوونکي په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د کب٢٨مه/ باختر
اته ډار اچوونکي په قندهارکې په نویو نښتوکې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو په وروستیو ۲۴ ساعتونوکې په میوند او خاکرېز ولسوالیو کې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو د سرتېرو واحدونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي چې نښته پر پوځیانو د یرغلګرو د برید له امله را منځته  شوې ده.
د یو بل خبر له مخې:
پولیسو د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې د ١٠ ماینونو په کشف سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
وسله وال طالبان د دغو ماین ښخونو عاملين بلل شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته