کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩مه
اته ډار اچوونکي د هېواد په ختیځ کې له پوځیانو سره په جګړه کې ونیول شول .
دغه ډار اچوونکي چې د طالبانو او داعش د ډلو غړي دي؛ تېره شپه په کونړ، ننګرهار او نورستان کې په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو چې ونیول شول .
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چی نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنوکې د هېواد په ختیځ کې پر پوځیانو او ملکي وګړو په لسګونو ډار اچوونکو او خونړیو بریدونو کې پر ګډون اعتراف کړی دی.
له نیول شویوکسانو څخه جنګي وسایل او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
پای/شکریه