امنیت

اته پنځوس تنه تروريست طالبان دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ تعرضي او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو د ډلې د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون اته پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول،شپږ ويشت تنه ټپيان او په کندز ولايت کې د طالبآنو دپوځي کميسيون د رييس په ګډون شپاړلس تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو عملياتوکې دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دغزني ، پکتيا ، قندهار ،هرات ،تخار ،بغلان ،کندز،سرپل ، بلخ او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
دغه راز دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعبدالولى او قسيم جان په نومونو دوسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون يو ديرش تنه ياغي طالبان ووژل شول او د دښمن دولس موټرونه لمنځه يوړل شول . دکندز ولايت په مرکز پورې اړوند کنم کلي په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو د ډلې دپوځي کميسيون رييس ملا ولي محمد له ديارلسو تنو افرادو سره يې ونيول شو او د پکتيا ولايت دڅمکنيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شل تنه ياغيان ووژل شول او پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دهلمند ولايت دواشير او دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو او دملي پوليسو دځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه تنه ياغي طالبان ووژل شول ، يو تن ټپي او دوه تنه نور ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې : دهغو عملياتو په بهير کې چې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول ، دملي اردو يوولس تنه منسوبين شهيدان شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته