اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٣ :
اته ويشت تنه وسله وال طالبان چې غوښتل يې دهيواد په ځينو سيمو کې په ورانکارو بريدونو لاس پورې کړي، دامنيتي ځواکونو غبرګون سره مخامخ شول او ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
اته ويشت تنه ياغي طالبان چې غوښتل يې د ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو سره دخلکو آرام ژوند اونظم ګډوډ کړي، دننګرهار، بغلان ، قندهار ، زابل ، ميدان وردګو، غزني ،غور اودهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې دهيواد امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول. دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې پنځه تنه ياغي طالبان ټپيان  اوڅلور پنځوس تنه نوريې ونيول شول او ددښمن اوولس ميله ډول ډول وسلې، دوه ميله پيکا، درې ايکم مخابرې ، نور پوځي وسايل اوتجهيزات اويو موټرسايکل هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته